It seems that you are unregistered. Please register with us by clicking Here, or if you are already registered login here
User Name: Password:
Urdu Poetry/Shayari Forum

Urdu Poetry Forum

Welcome to Urdu Community & Poetry/Shayari Forum

 


باچا خان ارمان

This is a discussion on باچا خان ارمان within the Pashto Poetry forums, part of the Regional Poetry category; هسې خو نن خپل دے کۀ پردے دے، هر څوک په خلۀ هر څۀ وئيلے شي خو حقيقت دادے چې ...


Go Back   Urdu Poetry/Shayari Forum > Urdu Poetry > Regional Poetry > Pashto Poetry

Video Photo Books Games Sites Register Groups FAQ Calendar Mark Forums Read Chat

Notices

Rate This Thread - باچا خان ارمان.
(0)
Thread Rating: 0 votes, average.

Reply
 
LinkBack Thread Tools
  #1  
Old 03-25-2008, 08:43 PM
faheemkhan's Avatar
Member
 
Join Date: Nov 2007
Posts: 11
Thanks: 0
Thanked 1 Time in 1 Post
Nominated 0 Times in 0 Posts
TOTW/F/M Award(s): 0
Rep Power: 25
faheemkhan is on a distinguished road
Post باچا خان ارمان

هسې خو نن خپل دے کۀ پردے دے، هر څوک په خلۀ هر څۀ وئيلے شي خو حقيقت دادے چې د فخرافغان ، باجاخان بابا اول او اخر ارمان دا وۀ او دا مونږ ته ارمان پروت دے چې پښتون پښتون شي ـ ځکه چې هغه وائي چې کۀ پښتون پښتون شي نو بيا دے څوک غلام کولے نشي اؤ ددې ارمان پوره کولو د پاره هغۀ بنيادي ضرورتونه د خپل ژوند او جدوجهد د عمل په ډګر ښئيلي دي ـڅه وخت چې د فخر افغان بابا د ټوټي هډوکے بې ځايه شواؤ هغه په خپلو پښو د ګرځيدو جوګه پاتې نشو او په مشيني کرسۍ کې په اولس او پښتون ئي په سوچه معنو کې د پښتون کولو کوششونه شورو کول، د هغې څۀ حال شو؟ دلته نن په هغې بحث نۀ کوم بلکې دوه بنيادي خبرې کول ـددغه معذورۍ په حال کې چې کابل کې پروت وۀ اؤ زه به ورسره ناست پاست ووم نو اکثر به ئې هر وخت دا ارمان کولو چې ( پښتون) مجله بيا روانه شي ـ د هغۀ ټرسټ کار شورو کړي او مرکز (سردرياب) بيا ودان او فعال شي ـ دلته جلال آباد کې زه تعليمي اداره جوړول غواړم چې هغه جوړه شي ـپښتون مجله شکر دے ، روانه شوه اؤ ټرسټ هم کار شورو کړے دے ـ مرکز کۀ سردرياب پاتې نه دے نو پېښور ښار کې يو ښه د کار مرکز ودان اؤ روان شو ـ د تعليمي ادارې خبره لا پاتې ده ـ @ د لر اؤ بر مشران د هغې ارادې خبرې هم کوي ـ انشاءالله دا ارمان به هم پوره کيږي ـ د باچاخان روح ګوري چې افغان پښتون څه کوي يعني لوئې تاريخي ملت به دا ارمانونه اؤ ددې په بنياد د پښتون نه پښتون جوړيدل اؤ د لوئې ملي تاريخي وطن اؤ اولس ته يو زور اؤيو کور دا ارمان څنګه پوره کيږي ـ يوه ملي وينه اؤ مينه شته ـ هغه رالړزيږي، راپاريږي اؤ تاريخي ملت خپل هدف ته انشاءالله جمتو کيږي ـ د بابا ددې لوئې تاريخي ارمان لارې چارې معلومې دي ـ د هغه د تحريک وارثان اؤ مدعيان کۀ په هغې عمل کوي ، لروبر هيواد اؤ نړۍ کې د هغۀ د تحريک خدائي خدمتګار صداقت، پت اؤ حېثيت ٍثابت دے اؤ ٍثابتيږي ـ د بابا د رحلت اؤ جنازې د کټ جلوس د پېښور د جناح پارک نه د جلال آباد د شيشم باغ کې تر کور او ګور پورې چې د لروبر افغان پښتون د ملي جذبې يو مثالي اظهار وۀ اؤ بيا اوس اوس چې د ملي رهبر ولي خان فاتحې اؤ جنازې ملک رالړزولے وۀ، هغه بې مثاله انداز وۀ چې خپلو پردو ټولو منلے دے م دا زمونږ د نني ساست برکت نه وۀ اؤ نه دے ـ ددې ملي مشرانو د تحريک او قيادت هغه مړانه اؤ استقلال دے چې د خپل محروم قام ، ټول ملک، علاقې بلکي انسانيت د پاره د خدائې د مخلوق د خدائې د پاره خدمت وۀ ـ د جذبې ، موقف ، عقيدې او ايمان سره ئې لرلواؤ کولو ـ نن خپل اولس ، سيمه او نړۍ زمونږ نه هم دغه تحريک غواړي اؤ دنيا دې ته نه ګوري چې مونږ د سردرياب د مرکز په شان د وښو اؤ خټو،لوټو هغه جونګړه کې ناست يو ـ چې د ټولې پښتونخوا خدائي خدمتګارو په خپلو لاسو جوړه کړې وه ـ اؤ ابادوله ئې ـ کۀ د کروړونو روپو مرکز لرو، بلکې دې ته به ئې نه ګوري چې مونږ د پښتون د کور اؤ ورور جوړولو د پاره خپل اولس سره ، ملک سره اؤ نړۍ سره څه رويه ، سياست اؤ تعلق ساتو ـ څه وايو اؤ څه کووـ د کالج يونيورسټۍ جوړولو ارمان ډير زيات وۀ ـ هغه د جلال آباد ښار شيشم باغ زمکه اؤ هلته خپل موجوده کور ددې د پاره خوښ کړے وۀ ـ سردار محمد داؤد خان ورسره خبره منلې وه اؤ مرستې ته ورسره تيار وۀ اؤ په دنيا کې اؤ ګوند کې ئې دوستانو سره هم خرې کولې ـ د سردار محمد داؤد خان په وخت کې ددې مقصد د پاره شيشم باغ د ټولې برخې سروے هم شوې وه ـ د عالمي ادارو د ابادۍ ماهرانو ، انجينئيرانو ، معمارانو سره باچاخان صلاح مشورې هم کړې وې ـ اؤ کولې ئې اؤ نقشه اؤ د ګوتو ماډل هم جوړ شوے وۀ ـ دلته چې زه څۀ وئيل ضروري ګڼم ، هغه دادي چې دا نن د بابا قبر کوم ځائې دے ، دغلته د باچاخان بابا سره صداقت ، فقيرخان بائيزے ، منشي سحرګل مومند اؤ زه ولاړ وو اؤ بابا راسره د خپل ارمان د تعليمي ادارې خبرې کولې ـ دې لړ کې ئې وئيل چې په دې ځائې ( په کوم ځائې چې مونږ ولاړ وو ) به زما قبر وي ـ صداقت صيب وې ـ نه بابا! د يونيورسټۍ مينخ کې به ځائې خوښيږي نو هلته به ستا قبر وي ـ په دې خبره بابا موسکے شو اؤ وئېوئيل : که زه د يونيورسټۍ نه وړاندې مړ شوم نو بيا؟ د فخرافغان بابا ددې تعليمي تربيتي ادارې په حقله اراده دا وه جې ددې ادارې هر څه به په هر لحاظ د نوې دنيا د جديد ترين ادارې په شان وي ـ په روح به ئې خدمتګار وي ـ اؤ دلته به د آزادو قبائيلو هغه ماشومانې داخليږي چې بې د خدائې نه ئې بله اسره نه وي ـ په دې منشي سحرګل اووئيل ـ بابا نو زما غوندې خلقو ماشومانې به څه کوي ؟ هغه په موسکۍ ژبه اووئيل ـ نو اول حق د بې اسرې ماشومانو دے ـ فقيرخان بائيزي تپوس اوکړو ـ بابا! زه ستا خبره کې خبرې نه کووم ـ خو هسې ځان سره وايم چې ماشومان هلکان به پکې نه داخليږي ـ بابا اووئيل، زه کله داسې وايم ـ زه به درته اداره جوړه کړم، تاسو ته دې خدائې زړه درکړي جې داسې اداره شي ، چې د ټولې دنيا د نړۍ نه د خدائې خدمتګارۍ د پاره تعليم اؤ تربيت حاصلولو له خلق دلته راځي ـ بابا وئيل ـ دا ماشومانې چې دلته داخلې شي نو تر د اعلی تعليم او تربيت به دلته وي ـ د هر څۀ ذمه واري به ئې د ادارې وي ـ خو ملکانې به ترې نه جوړيږي ، خدائي خدمتګارې به وي ـ عقيده اؤ ايمان به ئې د خدائې د مخلوق اؤد خدائې د پاره خدمت وي ـ ( باچاخان به ددې زمانې هغه جينکو ته چې د نوي تهذيب ترې څه نوے شے جوړ کړے دے ، ملکانې وئيلې ) ـ خدايه سپرلے کړې چې دا سرې وينې ګلونه شي بيا د خوئيندو مائيندو لوپټې سرۀ نشانونه شي بيا
Digg this Post!Add Post to del.icio.usBookmark Post in TechnoratiFurl this Post!Spurl this Post!Reddit! Wong this Post!
Reply With Quote
Reply

Bookmarks

Tags
arman, bach

Thread Tools

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off
Trackbacks are Off
Pingbacks are Off
Refbacks are On

Similar Threads
Thread Thread Starter Forum Replies Last Post
غنی خان او ابا سین faheemkhan Pashto Poetry 0 03-25-2008 12:37 AM
Major Incidents in Karachi (1986 to 2002) Mukhshif Discussion Corner 15 11-22-2007 05:55 PM
چار گھنٹےFour Hours AdilMinhaj Urdu Writer's Club 13 09-03-2007 11:09 AM

Urdu Poetry Forum RSS Feed Photo Gallery RSS Feed


All times are GMT +1. The time now is 02:03 PM.


Copyrights: All rights reserved.

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66 67 68 69 70 71 72 73 74 75 76 77 78 79 80 81 82 83 84 85 86 87 88 89 90 91 92 93 94 95 96 97 98 99 100 101 102 103 104 105 106 107 108 109 110 111 112 113 114 115 116 117 118 119 120 121 122 123 124 125 126 127 128 129 130 131 132 133 134 135 136 137 138 139 140 141 142 143 144 145 146 147 148 149 150 151 152 153 154 155 156 157 158 159 160 161 162 163 164 165 166 167 168 169 170 171 172 173 174 175 176 177 178 179 180 181 182 183 184 185 186 187 188 189 190 191 192 193 194 195 196 197 198 199 200 201 202 203 204 205 206 207 208 209 210 211 212 213 214 215 216 217 218 219 220 221 222 223 224 225 226 227 228 229 230 231 232 233 234 235 236 237 238 239 240 241 242 243 244 245 246 247 248 249 250 251 252 253 254 255 256 257 258 259 260 261 262 263 264 265 266 267 268 269 270 271 272 273 274 275 276 277 278 279 280 281 282 283 284 285 286 287 288 289 290 291 292 293 294 295 296 297 298 299 300 301 302 303 304 305 306 307 308 309 310 311 312 313 314 315 316 317 318 319 320 321 322 323 324 325 326 327 328 329 330 331 332 333 334 335 336 337 338 339 340 341 342 343 344 345 346 347 348 349 350 351 352 353 354 355 356 357 358 359 360 361 362 363 364 365 366 367 368 369 370 371 372 373 374 375 376 377 378 379 380 381 382 383 384 385 386 387 388 389 390 391 392 393 394 395 396 397 398 399 400 401 402 403 404 405 406 407 408 409 410 411 412 413 414 415 416 417 418 419 420 421 422 423 424 425 426 427 428 429 430 431 432 433 434 435 436 437 438 439 440 441 442 443 444 445 446 447 448 449 450 451 452 453 454 455 456 457 458 459 460 461 462 463 464 465 466 467 468 469 470 471 472 473 474 475 476 477 478 479 480 481 482 483 484 485 486 487 488 489 490 491 492 493 494 495 496 497 498 499 500 501 502 503 504 505 506 507 508 509 510 511 512 513 514 515 516 517 518 519 520 521 522 523 524 525 526 527 528 529 530 531 532 533 534 535 536 537 538 539 540 541 542 543 544 545 546 547 548 549 550 551 552 553 554 555 556 557 558 559 560 561 562 563 564 565 566 567 568 569 570 571 572 573 574 575 576 577 578 579 580 581 582 583 584 585 586 587 588 589 590 591 592 593 594 595 596 597 598 599 600 601 602 603 604 605 606 607 608 609 610 611 612 613 614 615 616 617 618 619 620 621 622 623 624 625 626 627 628 629 630 631 632 633 634